زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۳:۴
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۴۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پای کې یې بسم الله لومړی، فایدالله دویم او محمد هارون بیا درېیم مقام خپل کړ.

یادې سیالۍ د اتلتیک لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د جاپان ایچي ناګویا ٢٠م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو کې محمد خالد هوتک په ٧٠ کیلو ګرام او حامد اشرفي په ٦٥ کیلو ګرام وزنونو کې د برنزو دوه مډالونه وګټل.

به دغو سیالیو کې محمد خالد هوتک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۶
Background image

هرات کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري او د واليبال فني فدراسيون په د ياد رياست د ورزشي فدراسيونونو ۱۵ لوبډلو ترمنځ همکارۍ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د کریکټ الف ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې جاپان ته ماته ورکړه

د کریکټ افغان ابدالیان لوبډلې د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو اسیایي سیالیو کې کوربه جاپان ته د ۴ ویکټو او ۴۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبډله به خپله دویمه لوبه سبا( د تلې ۳یمه) له. . .

BACK TO NEWS