کابل کې د ووشو ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار پای ته ورسيد

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۴
کابل کې د ووشو ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار پای ته ورسيد

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار بېلابېلو کلبونو څخه ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې دوه ورځنی سمينار، چې د دې فدراسيون په عمومي جمنازيم کې پيل شوی و، پای ته ورسيد.

د دغه سمينار د ستاينليکونو د ورکړې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د ووشو ملي فدراسیون نایب رئیس او د دې ادارې د مشورتي بورډ غړي سید مبشر اغا، د ووشو ملي فدراسيون مسؤلينو او د ووشو استادانو او لوبڅارانو ګډون کړی و.

په يادو مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ وويل، د ووشو ملي فدراسيون ورستۍ لاسته راوړونو باندې، نه يوازې د ورزش اداره بلکې ټول افغانستان وياړي، چې دا هر څه د ښې رهبرۍ او غوره روزنې پايله ده.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې دغه ډول سمينارونه د ورزشکارانو د ښې روزنې او د لوبڅارانو په ظرفيت لوړولو کې له خورا ارزښت څخه برخمن دي او ډاډ ورکړ، چې د ورزش اداره به تل د ورزش په برخه کې د ټولو ورزشکارانو سره د خپل توان په اندازه همکاري کوي او تل به د ورزشکارانو ملاتړ کوي.

همدارنګه د دې ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري د دې سمينار برخه اخيستونکو لوبڅارانو او استادانو ته وويل، دا اوس ستاسو مسووليت دې، چې هغه څه مو دلته زده کړل نورو ته يې ورسوئ او تل هڅه وکړئ، چې پر ښو اخلاقو سمبال ورزشکاران او اتلان وروزئ.

د ويلو ده، چې په ياد سمينار کې د ووشو ملي فدراسيون د سکرتر جنرال او د دې فدراسيون مشر روزنکي محمد خالد هوتک له لوري ګډونکونو لوبڅارانو ته د ووشو د فني او مسلکي موضوعاتو سربېره په ميدان کې د دوه لوبغاړو ترمنځ د سيالۍ د سم کنټرول او تخنيک اړوند موضوعات تشريح شول، چې دوه ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۵:۳
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله درېيمه لوبه مراکش ته بايلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله درېيمه لوبه مراکش ته د ۴ - ۰ ګولونو په توپير بايلوده.

افغان لوبډلې له دغو سياليو څخه په خپله لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۵۷
Background image

کابل؛ د ۵۵ بایسکل ځغلوونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د هېواد له ۱۴ ولايتونو څخه د ۵۵ بايسکل ځغلوونکو ترمنځ د سرکوي( جاده يي) سبک ملي ټاکنيزې سيالۍ د کابل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۵۳
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې د اسیایي سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزلنډ ته ماته ورکړه

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶۳ – ۵۴ امتیازونو په توپیر ماته وکړه.

دغه لوبډله به خپله دویمه لوبه کې راتلونکې دوشنبه( د لړم. . .

BACK TO NEWS