د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې د اسیایي سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزلنډ ته ماته ورکړه
د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶۳ – ۵۴ امتیازونو په توپیر ماته وکړه.
دغه لوبډله به خپله دویمه لوبه کې راتلونکې دوشنبه( د لړم پر ۱۹مه) د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
افغانستان د دغو سیالیو په A ګروپ کې له نیوزیلنډ، هند او عراق سره سیالۍ کوي.
د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه توب د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي.
