غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ سیالۍ ترسره شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلیفټینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۵۳ کیلو ګرام څخه تر ۱۲۰ کیلو ګرام وزن پورې د پاورلفټینګ سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د پاورلفټینګ ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
