د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل
بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.
همدارنګه احمد سیر سلطاني په مثبت ۷۵ او احمد ضیا کریمي په ۷۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د خپل وزن څلور مقام ګټونکي شول.
دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ د بدن ښکلا او فټنس ۱۳ کسیزه لوبډله ګډون لري.
یادې سیالۍ د ټایلنډ هېواد په بنکوک ښار کې د ۲۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۲۲مه پیل شوي او تر ۲۸مې نېټې به دوام وکړي.
