بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۳
بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې، چې یوه اونۍ به دوام وکړي.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې للمي لوبډلې خپلې سیالې باختر لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS