د بغلان مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۰:۷
د بغلان مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز پلخمري ښار په ورزشي سټېډیوم کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه یې خپله کړل.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ورزشکارانو ترمنځ سالمه ورزشي فضا رامنځته کول و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۲:۲
Background image

اتلتیکو بلبائو او رئال سوسیداد د اسپانیا حذفي جام کې نیمه پایلوبې ته ووتې

د اسپانیا حذفي جام فوټبال سیالیو اتو غوره لوبډلو پړاو کې اتلتیکو بلبائو لوبډلې والنسیا ته د ۲ - ۱ او رئال سوسیداد لوبډلې دیورتیو الاوس ته د ۳ - ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او دواړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

ارزګان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په چهارچینو ولسوالۍ کې داتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د وادن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پیروزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS