بلخ ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شريف ښار کې د شپږو ولايتونو د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د فارياب ولايت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د کابل، ننگرهار، کندز، فارياب، جوزجان او بلخ ولايتونو لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایلوبه کې فاریاب لوبډلې خپلې سیالې بلخ وطن دوستانو لوبډلې ته د ۱ پر صفر ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
