ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۶
ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ډاکتر فیصل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کریم دولتزي او ډاکټر فیصل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ډاکټر فیصل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د یوې ویکټې په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٢ منډو هدف وټاکه. کریم دولتزي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د پنځو ویکټو په زیان ١٢٨ منډې وکړې او د ٦٣ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۵
Background image

د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسې ترمنځ د بامیان ولایت د ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې په برخه کې د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS