پکتیا؛ احمداباد ولسوالۍ کې ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۴:۵۶
پکتیا؛ احمداباد ولسوالۍ کې ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د احمداباد ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې له څلورو ولایتونو د ۴۰ لوبډلو ترمنځ "د زړونو پیوند" په نوم د والیبال دوستانه سیالۍ د خوست مندوزیو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له کابل، لوگر، خوست، ميدان وردگ او کوربه پکتیا ولایتونو څخه لوبډلو گډون کړی، چې په پایلوبه کې خوست مندوزیو لوبډلې خپلې سیالې پکتیا سېدکرم لوبډلې ته د ۱/۳ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولۍ يې وگټله.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د پوهنې ریاست سره پهٔ ګډه همغږۍ، مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې میاعمر لوبډلې ٣ - ٠. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۲
Background image

کندوز؛ امام صاحب کې د ۲۲ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په امام صاحب کې د ٢٢ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې موج های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۱
Background image

سهار پخیر افغانستان!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره لوبځای په بشپړ ډول چمتو دی!

دا سیالۍ به سبا سهار ٩:٠٠ بجې رسماً پیل شي.

🏟 کابل، د بدني روزنې او ورزش ٢٥٠٠ کسیز ورزشي جمنازیوم

BACK TO NEWS