کندوز؛ امام صاحب کې د ۲۲ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په امام صاحب کې د ٢٢ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې موج های امو لوبډلې د ٢ - ١ ګولونو په توپیر د امام صاحب لوبډلې ته ماته ورکړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ته د سالمې بوختيا او ورزش د دودولو په موخه ترسره شوې، چې دوه اونۍ یې دوام وکړ.
