پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورټ سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۷ - ۱۷:۸
پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورټ سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورټ سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۲ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

یادې سیالۍ په دغه ولایت کې د او- سپورټ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۵
Background image

غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د شهرک ولسوالۍ فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۱
Background image

دایکندي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جوانان سراب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د سولې او دوستۍ جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې څلور اوونۍ مخکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۹
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS