د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په هېواد کې سپورټي فعالیتونه نور هم رنګین شوي دي.

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۹:۰
پس از استقرار امارت اسلامی فعالیت های ورزشی در کشور رنگ و رونق بیشتر به خود گرفته است۔

دا خبره د بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست او د المپیک د ملي کمېټې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ښاغلي داد محمد ناوک څرګنده کړه.

نوموړي نن له غرمې مخکې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته د وینا پر مهال د لوبغاړو اوسنی وضعیت ښه وباله او ویې ویل چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په مرکز او ولایتونو کې یو لړ ورزشي پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.

ښاغلي ناوک وویل: په تېرو دوو مياشتو کې د ورزشکارانو او ورزشي مسوولينو له خوا په کابل ښار کې ٨ ورزشي پروګرامونه او د هېواد په ولايتونو کې ٤٧ ورزشي پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.

نوموړي د بهرنيو پروګرامونو يادونه هم وکړه او ويې ويل: د پاکستان د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د تکواندو د لوبډلې ګډون چې په دي لوبو کې افغانستان ته یی مدالونه هم راوړي دي، په بهرنیو سیالیو کې د لوبغاړو لومړۍ لاسته راوړنه یاده کره.

د دې ترڅنګ په اسیايي لوبو کې د سنوکر او پنګ پانګ ورزشکارانو ګډون، په جاپان کې د پارالمپیک په لوبو کې د پارالمپیک د ټیم ګډون د افغانستان ورزش د نړۍ پام ځان ته اړولی دی.

ښاغلي ناوک په کابل کې د فوټبال د ام جام سیالیو د ترسره کېدو او د ترکیې په روزنیز کمپ کې د فوټبال د ملي لوبډلې د چمتووالي او د اندونیزیا د فوټبال له ملي لوبډلې سره د دوستانه سیالیو په اړه هم خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د المپيک د ملي کمېټې وياند په هېواد کې د سپورټ د عمومي وضعيت د ښه والي په موخه د هېواد د سپورت رياست د راتلونکو پلانونو او د اسانتياوو د برابرولو په اړه هم خبرې وکړې او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

دا د افغانستان د اسلامي امارت له بریا وروسته د المپیک د ملي کمېټې او د بدني روزنې او سپورت ریاست لومړنی مطبوعاتي کنفرانس دی چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS