ننګرهار؛ مومندره ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
ننګرهار؛ مومندره ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتمان ایګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ډکه ینګ او اتمان ایګل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اتمان ایګل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٩ منډو هدف وټاکه. ډکه ینګ لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ٥٢ منډې وکړې او د ٣٦ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS