کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سلامپور لوبډلې د درېیوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې تنر اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
