پاکستان - تکواندو؛ افغان لوبغاړو دوه د برونزو او یو د نقرې مډال ګټلی

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۹:۱۵
پاکستان - تکواندو؛ افغان لوبغاړو دوه د برونزو او یو د نقرې مډال ګټلی

د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د شاوخوا اوولسو هېوادنو تر منځ د تکواندو لوبغاړو تر منځ په روانو سیالیو کې افغان لوبډلې تر اوسه درې مډالونه ګټلي دي.

په لومړي وزن کې محمد عاطف یعقوبي د پاکستاني سیال پر وړاندې څلور لوبې وګټلي،خو د مصري سیال پر وړاندې يې یوه وبایلله، چې په دې ډول يې درېیم مقام او د برونزو مډال وګاټه.

همدارنګه احمد جواد ځاځي له پاکستاني او عماني سیالانو نه پنځه لوبې وګټلې او د پاکستاني سیال پر وړاندې يې یوه وبایلله، چې په دې ډول يې درېیم مقام او د برونزو مډال خپل کړ.

یو بل افغان لوبغاړي حکمت الله زین بیا له پاکستاني او مصري سیالانو شپږ لوبې وګټلې، خو د کورواسي پياوړي لوبغاړي پر وړاندې يې لوبه وبایلله، چې په دې ډول يې دویم مقام او نقره‌يي مډال وګاټه.

دا لوبې چې شاوخوا ۳۶ لوبډلې او ټول پکې ۴۲۰ لوبغاړي برخه لري، لا هم جریان لري.

افغان لوبغاړي به نن په دویم، پنځم او اووم وزن کې له خپلو سیالانو سره مخ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۸
Background image

لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمد سیر لوبډلې په اتلولي پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د حیدري اتلانو لوبډلې په اتلولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۴
Background image

کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS