کابل کې د باسکټبال د ۶ غوره کلبونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۱:۸
کابل کې د باسکټبال د ۶ غوره کلبونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د باسکټبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ترمنځ د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د باسکټبال ملي فدراسيون رئيس عبيدالله ارغنديوال، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړي و.

يادې سيالۍ د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ( سره مياشت، کابل پولي تخنيک پوهنتون، پيشکسوتان، معارف الف، معارف ب او ښوونې او روزنې) ترمنځ پيل شوې، چې لومړۍ لوبه کې يې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سيالې کابل پولي تخنيک پوهنتون لوبډلې ته ۸۴ ـ ۴۰ ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت د باسکټبال «الف» او «ب» لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندلو او ټاکلو په موخه پيل شوې، چې په پايله کې به يې ۱۲ تنه «الف» لوبډلې ته او ۱۲ تنه «ب» لوبډلې ته غوره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS