کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د وزن پورته کولو اتلولۍ سیالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۲۷
کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د وزن پورته کولو اتلولۍ سیالۍ پيل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د وزن پورته کولو ملي فدراسیون له لوري د هېواد ورزش ادارې د وزن پورته کولو جمنازیو کې د کابل ښار له کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په لسو وزني کټګوریو کې د کابل ښار د وزن پورته کولو اتلولۍ سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به په دوو یک ضرب او دو ضرب سبکونو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۳۰ غوره ورزشکاران د یادې برخې ملي سیالیو ته غوره شي.

د یادو سیالیو موخه د وزن پورته کولو ملي او بهرنیو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندل دي؛ د سیالیو په پای کې به غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS