بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۸:۵۸
بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۲۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۳۰
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۰
Background image

له ناسمو رواجونو څخه د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تشریح غونډه ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست په همکارۍ « له ناسمو رواجونو څخه د مخنیوي» تر عنوان لاندې د دې ادارې کارکوونکو، د فدارسینونو مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .

د یادو. . .

BACK TO NEWS