له ناسمو رواجونو څخه د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تشریح غونډه ترسره شوه
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست په همکارۍ « له ناسمو رواجونو څخه د مخنیوي» تر عنوان لاندې د دې ادارې کارکوونکو، د فدارسینونو مسوولینو او ورزشکاران ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تشریح غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د هېواد ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې فني اومسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبرۍ غړو، د ورزشي فدراسینونو مسوولینو او د یو شمیر ورزشکارانو په ګډون سره ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق دغه ډول اصلاحي غونډې د ورزشکارانو او ټولنې لپاره یو نېک او مهم ګام وباله دا یې د ټولنې او د هر تن د ژوند لپاره یوه اړینه او اساسي موضوع یاده کړه.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د دعوت او ارشاد له لوري په جوړېدونکو اصلاحي برنامو کې د ورزشي مسؤلینو او کارکونکو ګډون مهم او اړین دی؛ ځکه، هغه موضوعات چې په دې برنامو کې وړاندې کېږي، یو له هغه مسائلو څخه دي، چې پرې پوهېدل یې د هر تن لپاره لازم او حیاتي دي.
ورپسې د هېواد ورزش ادارې مالي او ادارې رئیس مولوي عبدالناصر هاشمې، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان په اړه خبرې وکړې او له دغه فرمانونو څخه اطاعت یې د هر تن لپاره د کامیابۍ او سعادت ضامن وباله.
دغه راز د عبدالرحمن مسجد خطیب او امام مفتي محمود ذاکري وویل، د ټولنې ټول غړي د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله تعالی د فرمانونو پر اطاعت مکلف دي؛ ځکه دغه اطاعت د ټولنې د هر تن د کامیابۍ او سعادت سرمایه ده او د الله تعالی له لوري د دې خاورې د خلکو لپاره یو لوی نعمت حسابیږي. نوموړې دغه راز، دغه ټول فرمانونه د اسلامي شریعت مطابق یاد کړل.
د غونډې په پای کې د هېواد ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي داد محمد بریال عطایي، د دې فرمان د صادرولو هدف په خلکو کې د اقتصادي او ټولنیز نظام د استحکام او نظم تأمینول یاد کړل او له ناسمو راوجونو څخه د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیراالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان یې په مفصل ډول تشریح کړ.
