کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د ای ټي اف تکواندو نړيوالو استادانو رانا صداقت علي او ماسټر هونګ يونګ دو سره وليدل

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۹:۲۰
کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د ای ټي اف تکواندو نړيوالو استادانو رانا صداقت علي او ماسټر هونګ يونګ دو سره وليدل

د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق او د يادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ای ټي ایف تکواندو له دوو بهرنیو استادانو پاکستاني رانا صداقت علي او کوريايي ماسټر هونګ يونګ دو سره، ولیدل او خبرې اترې يې ورسره وکړې، کوم چې د ای ټي اف تکواندو نړيوال او تخنيکي سيمينار د استادۍ په موخه افغانستان ته راغلي وو.

په دغه ليدنه کې مولوي احمد الله وثيق له راغلو استاذانو ماسټر هونګ يونګ دو او رانا صداقت علي څخه د مننې ترڅنګ د ای ټي اف په برخه کې ورزشکارانو ته د هغوی د غوره لارښوونو او فني پوهې د لېږدولو په همکاريو خوښي څرګنده کړه او د دوی راتګ يې افغانستان ته يو ښه اقدام وباله.

همدارنګه ماسټر هونګ يونګ دو او رانا صداقت علي د افغانستان د خلکو د ميلمه پالنې او د ورزشي بنسټونو ستاينه وکړه او د اسلامي امارت د مسوولينو له همکاريو مننه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې ماسټر هونګ يونګ دو د ای ټي اف تکواندو نړيوال مدرس په توګه افغان ورزشکارانو ته د تخصصي مفاهيمو د زده کړې او د تخنيکي پوهې د ظرفيت لوړولو په موخه يو تخنيکي سيمينار درې ورځې مخکې ترسره کړ، چې نن رسمي پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۲۰
Background image

غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

کاپیسا؛ اله سای ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورززش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۳
Background image

بغلان کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو توان سبک سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د کابل، بلخ، کندز او بغلان ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ په. . .

BACK TO NEWS