خوست کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار په لکڼو سیمه کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د LCB او منګل سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه LCB لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٠ منډو هدف وټاکه. منګل سټارز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ٩٢ منډې وکړې او د ١٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوي دي، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.