بلخ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون د سوک وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۳۲
بلخ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شریف ښار کې د شمال زون په کچه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې وشوې، چې په پایله کې بلخ لومړی، بغلان دويم او سمنگان ولايت بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای فدراسیون سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موتای فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عبدالله کشف کلب لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS