تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې ميرالله لومړی او عبدالمجيد دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.