پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۸
پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عبدالله کشف کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې عبدالله کشف کلب لوبډلې خپلې سیالې صدیق هجران کلب لوبډلې ته د ۲ پر صفر ګولونو په توپیره ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو د مخنیوي په موخه پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS