ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتفاق ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د کنډي باغ اتحاد او اتفاق ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کنډي باغ اتحاد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٧٢ منډو هدف وټاکه. اتفاق ځوانانو لوبډلې ټاکلی هدف د اوو ویکټو په زیان د لوبې په اتمم اور کې ترلاسه کړ او د درېیوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
