کونړ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۱۲
کونړ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اسعد آباد ښار په څاګي سیمه کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د څاګي بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د څاګي بازانو او څاګي ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه څاګي بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٨٢ منډو هدف وټاکه. څاګي ټایګرز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو ویکټو په زیان یوازې ٦٠ منډې وکړې او د ١٢١ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۲۸
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۲۶
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شاکر بارک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS