بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د صدرآباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې صدر آباد لوبډلې خپلې سيالې شاهين لوبډلې ته د ۰/۱ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول وو.
