ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۴
ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې کوټ ميترانو لوبډلې خپلې سيالې چکنور منتخبې لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS