پکتيکا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۳۴
پکتيکا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مسواس سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د ستومان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پايلوبه کې ستومان او احمدي کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه احمدي کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ستومان لوبډلې ياد هدف په لسم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د شپږو ويکټو په توپير وگټله.

د يادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۸
Background image

ننګرهار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۵
Background image

خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۳
Background image

هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې

. . .

BACK TO NEWS