ميدان وردگ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۱۸:۵۳
ميدان وردگ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سلمان فارس لېسه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ د فيضو سهاک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو په پایلوبه کې فيضو سهاک لوبډلې خپلې سيالې ميدان اتلانو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۸
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د فولاد صنعتي شرکت په مالي ملاتړ د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د "غوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۵
Background image

ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مومندرې لوبډلې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۱
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په هزار طوقي کلي کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS