کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د عقابان ينگي آرق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې عقابان ينگي آرق لوبډلې خپلې سيالې اتحاد ينگي آرق لوبډلې ته د ۵ پر ۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
