زابل؛ په قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۲۸
زابل؛ په قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، د ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې وشوې، چې په پايله له ځوانانو څخه احمد ضيا لومړی، احمد الله دويم او نصرت الله درېيم مقام ترلاسه کړ او له لويانو څخه فتيح محمد لومړی، عطا محمد دويم او علي احمد درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه خلکو ته د يوې سالمې تفريح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي. . .

BACK TO NEWS