ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۲۳:۱۷
ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د کوټ جبار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د طورخم سوپر سټار او کوټ جبار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، طورخم سوپر سټار لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د کوټ جبار لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د څلورو ويکټو په توپير يې اتلولي وګټله.

د يادو سياليو موخه يووالی او له نظام څخه ملاټر و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS