زابل؛ قلات ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سیالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۴۲
زابل؛ قلات ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د جمناسټیک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري دياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ جمناسټیک سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د استاد همدرد او استاد امين الله د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې د استاد همدرد د کلب ورزشکارانو بريا خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د جمناسټیک ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۱:۲۴
Background image

کابل کې د ملي لوبډلې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې د فني ارزونې او ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اشي هارا کراټې ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو ملي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۱:۲۲
Background image

کندز؛ د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال د امام صاحب ولسوالۍ له ورزشي کلبونو او لوبغاړو لیدنه وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس د امام صاحب ولسوالۍ له ورزشي کلبونو او لوبغاړو لیدنه وکړه.

پ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۱:۲۰
Background image

ننګرهار کې د ۲۰ ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له ۲۰ ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS