پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۸:۳۵
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري ياد ولايت مرکز اړوند د حاجي امير په سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د کوټوالو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د کوټوالو او ياروالو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ياروالو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اووه اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۸۳ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د کوټوالو لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په پنځم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پور کړ او د اتو ویکټو په توپير سره يې لوبه وګټله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوه ورځې يې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته يو دانه سېرلی ورکرړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS