تخار؛ په‌ مرکز تالقان کې د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۶:۲۹
تخار؛ په‌ مرکز تالقان کې د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند جودو فدراسيون د استازولي له‌ لوري، د همدې ولايت په کوربتوب د سمنګان، بغلان، کندز، بدخشان او تخار ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ورزش ادارې د رهبري په شتون د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې تخار لومړی، بدخشان دويم او سمنګان درېيم مقام کړ.

د يادونې وړ ده چې په پايله کې د ياد ولايت د‌ ورزشي مسولينو له‌ لوري، غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول‌.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS