غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د چمبران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د کوچني اختر د لمانځلو په موخه د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د چمبران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې چمبران لوبډلې خپلې سیالې بلاهير ترنک لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د کوچني اختر لمانځل او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو ډالۍ ورکړل شوې
