بامیان؛ ورس ولسوالۍ کې د فوټسال سیالۍ د شیوقل ورس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ورس ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې دوې اونۍ مخکې پيل شوې وې د شیوقل ورس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شیوقل ورس لوبډلې خپلې سیالې ش.ه. ید حبیب لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.