کابل کې د اسيا سامبو کورش کنفدراسيون مرستيال د هېواد ورزش ادارې له رهبري سره وليدل

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۸
کابل کې د اسيا سامبو کورش کنفدراسيون مرستيال د هېواد ورزش ادارې له رهبري سره وليدل

د اسيا سامبو کورش کنفدراسيون مرستيال او د منځنۍ اسیا د سامبو ټولنې رئيس علي شېر عليموف د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق سره وليدل.

په دغه ليدنه کې مولوي احمد الله وثیق ښاغلي علیموف ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هېواد د ورزش ادارې لاسته راوړنو او فعالیتونو ته اشاره وکړه او د کورش ملي فدراسیون یې د افغانستان له خورا مهمو ورزشي رشتو څخه وباله. نوموړي زیاته کړه، چې دا رشته نه یوازې ډېر مینوال لري؛ بلکې په ملي کچه هم د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د يادې ليدنې په دوام، علي شېر علیموف خوښي څرګنده کړه، چې افغانستان ته راغلی او د دغه هېواد د ورزش له مسئولینو سره یې ولیدل او د افغانستان د کورش ملي فدراسیون فعالیتونه یې وستايل.

نوموړي د افغان ورزش ادارې رهبري ته ډاډ ورکړ، چې د اسیا سامبو کورش کنفدراسیون همکاري به د ياد هېواد له کورش فدراسیون سره دوام ومومي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه ليدنه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري او د کورش ملي فدراسيون رئيس احمد ضياء دشتي هم ګډون کړی و.

په پای کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د اسیا سامبو کورش کنفدراسیون له دایمي همکاریو او د ازبکستان له ملاتړ مننه وکړه. همدارنګه ښاغلي علیموف د کنفدراسیون په استازیتوب د اسیايي سامبو نښه د افغانستان ورزش ادارې ته ډالۍ کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۵۵
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۵۲
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له لوري د پکتیکا ورزشکار وکیل احمد پکتین وستايل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پکتیکا ولایت د بدن ښکلا ورزشکار وکیل احمد پکتین، چې څو ورځې وړاندې یې د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې څخه د غزني ولایت تر مرکزي چوک پورې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

کابل کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د کابل ښار محمد باقر په ورزشي جمنازیوم کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاران عطايي لوبډلې. . .

BACK TO NEWS