میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې سيالۍ ترسره شوې.
د غه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې نعيم الله مسعود لومړی، سميع الله دوهم او زوبير درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول وو او په پای غوره لوبغاړو ته قلمونه او ستاينليکونه ورکول شول.