هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۴۲
هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ګل آغا بازار او قدیر افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګل آغا بازار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٧ منډو هدف وټاکه. قدیر افغان لوبډلې ياد هدف د دوو ویکټو په زيان د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې لوبه وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴۸
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS