کندز؛ په علي آباد ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندوز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د مبارز برکت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د مبارز برکت او کاکړ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، کاکړ لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د مبارز برکت لوبډلې ټاکل شوې هدف د پنځو ويکټو په سو ځېدو سره پوره کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې اتلولي وګټله.
د يادو سياليو موخه په لېرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول وو ، او په پای کې لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او ۷۰۰۰ زره افغانۍ ورکول شوی.
د دغو سياليو غوره لوبغاړی محمد رضا بلوچ او غوره توپ اچوونکی محمد نيکزاد وټاکل شول.