پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د متين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۹:۴۹
پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د متين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

د پکتیکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت ارګون ولسوالۍ په درې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ ، چې ۱۱ ورځې مخکې پيل شوې وې د متين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د متين او محمد حسن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د متين لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې محمد حسن لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۳ منډې جوړې کړې او د ۲۶ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه په لېرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۹
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۲
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۱
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS