میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۹:۳۴
میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صمیم خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د صمیم خان او اتفاق ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه صمیم خان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٨٠ منډو هدف وټاکه. اتفاق ټایګر لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ١٤٣ منډې وکړې او د ٣٦ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

BACK TO NEWS