کندز؛ په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ځډاڼ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د ځدراڼ لوبډلې خپلې سیالې امان الله مياخېل لوبډلې ته د ۲۱/۱۱ نومرو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
