کابل کې د ګراسروټ فوټبال سیالۍ د هندوکش شمال B لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۹:۱۵
کابل کې د ګراسروټ فوټبال سیالۍ د هندوکش شمال B لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د ٢٠٢٥ کال ګراسروټ (پایه) فوټبال ټورنمنټ چې د فوټبال ملي فدراسیون له له لوري یوه میاشت مخکې د ١٨ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د هندوکش شمال B لوبډلې په اتلولي او د تنکیو ځوانانو ملي لوبډلې ته د ۵۰ ورزشکارانو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ د ١٠، ١١ او ١٢ کلنو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې پایلوبه یې د هندوکش شمال B او اتفاق کابل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې هندوکش شمال B لوبډلې د ٣/١ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، په کابل کې د اندونیزیا د سفارت استازي ریکي سوبکجاو، په کابل کې د اسلامي همکاري سازمان مرستیال خلیل ابراهیم اوکور، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د کابل فوټبال فدراسیون رئیس فرید احمد يوسفزي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي، د فوټبال فدراسیون مسؤولانو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

د سیالیو په پای کې د اتفاق کابل لوبغاړی حمزه کاکړ د ټورنمنټ غوره لوبغاړي، د طلوع لوبډلې لوبغاړی سروش د زړور لوبغاړي، بنیامین د غوره ګول وهونکي او ايمل صدیقي د غوره ګول ساتونکي په توګه ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې اتفاق کابل لوبډلې دویم او آزادګان لوبډلې بیا درېیم مقام ترلاسه کړ چې د فوټبال فدراسیون له لوري مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS