د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله له سعودي عربستان سره سیالي کوي

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۹
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله له سعودي عربستان سره سیالي کوي

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله، چې اوس مهال د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره په تمریناتو بوخته ده، سبا ( جمعه، د کب ۲۴‌مه) د سعودي عربستان د ساحلي فوټبال له ملي لوبډلې سره دوستانه سیالي لري.

دغه لوبه به د کابل پر مهال مازیګر ۵:۳۰ د ټایلنډ هېواد په کوربتوب ترسره شي.

د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالۍ به د روان میلادي کال مارچ میاشتې پر شلمه نېټه پیل شي، چې افغان ملي لوبډله به په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هېوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۳۵
Background image

کندز کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۲۰
Background image
جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS