هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د ټېټ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۱:۳
هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د ټېټ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري او د صالح محمد نورزي په مالي ملاتړ د ياد ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ټېټ بال کرېکټ سيالۍ د هزار جفت لوبډلې په بريا سره پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د هزار جفت بي او بست بي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د هزار جفت بي لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۳ مندو هدف وټاکه. په ځواب کې د بست بي لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۵ مندو په توپير سره وبايلله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS