هلمند؛ لښکرگاه ښار کې د لسو ولسواليو ترمنځ د کبډي څلورم پړاو شپنۍ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۸:۴۷
هلمند؛ لښکرگاه ښار کې د لسو ولسواليو ترمنځ د کبډي څلورم پړاو شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرگاه ښار کې د لسو ولسواليو لوبډلو ترمنځ د روژې مبارکې میاشتې د ښه راغلاست په مناسبت د کبډي شپنۍ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړنۍ لوبه کې واشېر ولسوالۍ لوبډلې خپلې سيالې نادعلي ولسوالۍ لوبډلې ته د ۱۰ پر ۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادو سياليو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS